۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل

درېم فصل

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ

(مرقوس ۱:‌۱‌-‌۸ او لوقا ۳:‌۱‌-‌۱۸ او یوحنا ۱:‌۱۹‌-‌۲۸)

۱په هغو ورځو کې تعمید ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې: ۲«توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.» ۳دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې وې او ویلي یې وو:

یو څوک چیغې وهي دښته کې

کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره

لاره کړئ سمه د هغه دپاره

۴یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ. ۵خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل. ۶هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.

۷خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟ ۸نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. ۹د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي. ۱۰همدا‌اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. ۱۱زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي. ۱۲هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»

عیسی د تعمید غسل اخلي

(مرقوس ۱:‌۹‌-‌۱۱ او لوقا ۳:‌۲۱‌-‌۲۲)

۱۳بیا عیسی د جلیل څخه د اردن سیند ته راغی، ترڅو د یحیی په لاس د تعمید غسل واخلي. ۱۴یحیی کوښښ وکړ چې هغه د دې کار نه منع کړي او ورته ویې ویل: «زه باید ستا په لاس د تعمید غسل واخلم، خو ته ماته راځې؟» ۱۵خو عیسی په ځواب کې وویل: «پرېږده چې اوس همداسې وشي، ځکه چې دا زمونږ دپاره ښه ده چې د خدای رضا پوره کړو.» بیا یحیی ومنله. ۱۶کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. ۱۷بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»