۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اتۀويشتم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې. ۲ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته. ۳مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې. ۴څوکيداران يې په ليدو د يرې نه په لړزېدو شول او لکه د مړو پرېوتل. ۵فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو. ۶هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو. ۷نو بيا زر لاړې شئ او د هغۀ مريدان خبر کړئ چې هغه له مړو نه ژوندے پاڅولے شوے دے او ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به يې هلته ووينئ. څۀ چې درته ما ووئيل هغه ياد ساتئ.“ ۸هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى. ۹ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه. ۱۰بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“

د څوکيدارانو خبر راوړل

۱۱ښځې لا په خپله لار تللې چې ځينې څوکيداران ښار ته ننوتل او مشرانو اِمامانو ته يې ټوله قيصه تيره کړه. ۱۲بيا هغوئ مشران راغونډ کړل او صلاح يې وکړه. او مشرانو اِمامانو سپاهيانو ته غټ رشوت ورکړو، ۱۳او ورته يې ووئيل چې، ”تاسو به دا ووايئ چې د شپې چې مونږ اودۀ شو نو د هغۀ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې پټ کړو.“ ۱۴او ورسره يې دا هم ووئيل چې، ”کۀ دا خبر د ګورنر غوږو ته ورسېدو نو مونږ به د هغۀ سره خبره وکړو او تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“ ۱۵نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.

مريدانو ته حُکم ورکول

۱۶يوولس مريدان د ګليل هغه غر ته روان شول د کوم چې عيسىٰ ورته د تللو دپاره فرمائيلى وُو. ۱۷کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو. ۱۸بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ۱۹ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. ۲۰او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

بل څپرکۍ