چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“ ۲ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“ ۳ د يهوداه خلقو د شمعون قبيلې يعنې خپلو رشتهدارو ته ووئيل، ”مونږ سره هغه علاقې ته لاړ شئ چې مونږ له راکړے شوې ده او مونږ به په شريکه د کنعانيانو سره جنګ وکړُو. بيا به مونږ ستاسو سره هغه علاقې ته لاړ شو کومه چې تاسو له درکړے شوې ده.“ نو د شمعون قبيله ۴ او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو. ۵ هغوئ ادونىبزق هلته وموندلو او د هغۀ سره يې جنګ وکړو. ۶ ادونىبزق وتښتېدو، خو هغوئ ورپسې وُو او وې نيولو او د لاسونو او پښو مټې ګوتې يې ترې نه پرې کړې. ۷ ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
۸ د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو. ۹ د دې نه پس هغوئ روان وُو چې کنعانيانو سره جنګ وکړى چې هغوئ د غرونو په مُلک، جنوبى اوچه برخه او لاندې علاقو کښې اوسېدل. ۱۰ هغوئ د کنعانيانو خِلاف روان شول. کنعانيان د حبرون په ښار کښې اوسېدل، چې مخکښې دا د قِريَتاربع په نوم يادېدو او هلته هغوئ د سيسى، اخيمان او تلمى ډلو له شکست ورکړو.
۱۱ د يهوداه سړى د هغه ځائ نه د دبير ښار طرف ته روان شول، چې په هغه وخت کښې د قِريَتسِفر په نوم يادېدو. ۱۲ په هغوئ کښې د يو نوم کالب وو، کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې څوک قِريَتسِفر قبضه کړى.“ ۱۳ هغه ښار عتنىاېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه. ۱۴ د وادۀ په ورځ عکسې عتنىاېل ته منت وکړو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ ۱۵ هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.
۱۶ د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل. ۱۷ د يهوداه خلق د شمعون خلقو سره لاړل او هغوئ په شريکه کنعانيانو له شکست ورکړو، کنعانيان د صِفت په ښار کښې اوسېدل. هغوئ په پوره توګه ښار تباه کړو او حُرمه نوم يې پرې کېښودو. ۱۸ د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې. ۱۹ مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې. ۲۰ لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې. ۲۱ خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.
۲۲-۲۳ د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيتايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل، ۲۴ هغوئ يو سړے وليدو چې د ښار نه راووتلو نو هغۀ ته يې ووئيل، ”ښار ته د ننوتلو لار مونږ ته وښايه او مونږ به تا سره ښۀ سلوک وکړُو.“ ۲۵ نو هغۀ ورته لار وښودله او د اِفرائيم او منسى خلقو په ښار کښې هر يو کس ووژلو او صِرف دا سړے او د هغۀ کورنۍ يې پرېښوده. ۲۶ وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.
۲۷ د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو. ۲۸ کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل. ۲۹ د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل. ۳۰ د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى. ۳۱ د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل. ۳۲ د آشر قبيلې خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، ځکه چې هغوئ کنعانيان ونۀ شړل. ۳۳ د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيتشمس او بيتعنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى. ۳۴ اموريانو د دان قبيلې خلق مجبور کړل چې د غرونو مُلک ته لاړ شى او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې لاندې مېدان ته لاړ شى. ۳۵ اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو. ۳۶ د اموريانو د حد پوله د لړم درې نه واخله تر سلع پورې او د دې نه اخوا هم وه.