بل څپرکۍ

د یونس نبي کتاب

څلورم فصل

د یونس قهر او د خدای رحم

۱یونس په دې باندې ډېر خفه ؤ او په قهر شو. ۲نو هغه داسې دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، ایا دا هغه څه نه دي چې ما هغه وخت وویل کله چې زه په خپل وطن کې وم؟ له همدې امله ما بیړه وکړه چې ترشیش ته وتښتم، ځکه زه پوهېدم چې ته رحیم او مهربانه خدای یې. زر نه په قهرېږې او ستا تلپاتې مینه ډېره زیاته ده، تا خپله پرېکړه بدله کړې او خلکو ته به سزا ورنه کړې. ۳نو اوس ای څښتنه، زما ژوند واخله، ځکه چې زما دپاره د ژوند څخه مرګ ډېر ښه دی.» ۴څښتن په ځواب کې وویل: «ته څه حق لرې چې په قهر شې؟»

۵یونس د ښار ختیځ خواته لاړ او کښېناست. هغه د خپل ځان دپاره یو پناه ځای جوړ کړ او د هغې لاندې کښېناست، دا انتظار یې کاوه چې وویني په نینوا باندې به څه پېښ شي. ۶بیا څښتن خدای یو بوټی راشین کړ چې په یونس باندې سیوری وکړي، ترڅو د هغه قهر سوړ کړي. یونس د بوټي دپاره ډېر خوشحاله شو. ۷خو په راتلونکې ورځ سهار وختي خدای یو چینجی راولېږه او هغه بوټی یې وخوړ او هغه وچ شو. ۸کله چې لمر راوخوت، خدای د ختیځ له خوا تود باد راوالوزاوه او تر هغه وخته پورې لمر د یونس په سر باندې لګېده چې هغه کمزوری شو. هغه غوښتل چې مړ شي او ویې ویل: «زما دپاره د ژوند څخه مرګ ډېر ښه دی.»

۹خو خدای هغه ته وویل:«ته څه حق لرې چې د بوټي په هکله په قهر شې؟» یونس په ځواب کې وویل: «زه حق لرم چې په قهر شم، دومره په قهر شم چې مړ شم!»

۱۰څښتن هغه ته وویل: «ته په دې بوټي باندې چې د هغه دپاره دې هېڅ زحمت نه دی ویستلی او نه دې لوی کړی دی، زړه سوځوې. دا بوټی په یوه شپه کې راشین شو او په بله شپه وچ شو. ۱۱نو ایا زه د نینوا په لوی ښار باندې زړه ونه سوځوم؟ هلته د یو لک او شلو زرو څخه زیات خلک شته چې جاهلان دي او همدارنګه ډېر حیوانات په کې دي.»

بل څپرکۍ