دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دريم باب

عيسىٰ اَؤ نيکوديموس

۱په فريسيانو کښے نيکوديموس نومے يو سړے وو چه دَ يهوديانو دَ جرګے غړے وو. ۲هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے، نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“

۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا رښتيا درته وايم، تر څو چه سړے بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ شى.“

۴نيکوديموس ووئيل، ”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړے چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا شى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډے ته ورننوتے شى څۀ، چه بيا پيدا شى؟“

۵عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړے به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تر هغے داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى. ۶چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دے خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دے. ۷نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دے حيرانيږئ مه. ۸هوا ديخوا اخوا الوزى. تۀ دَ دے آواز خو آؤرے خو دا درته نۀ معلُوميږى چه دا دَ کُومے راځى اَؤ چرته ځى. دغه حال دَ هر هغه چا دے څوک چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا شوى دى.“

۹نيکوديموس بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه مُمکنه ده؟“

۱۰عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دَ يهوديانو اُستاذ يئے اَؤ دَ دے نه ناخبره يئے؟ ۱۱زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ. ۱۲که چرے تاسو زما دَ مزکے په حقله خبرے نۀ منئ، نو که زَۀ درته دَ آسمان خبرے ووايم نو تاسو به ئے څنګه ومنئ؟ ۱۳هيڅوک هم چرے آسمان ته نۀ دے ختلے بے دَ هغۀ نه چه دَ آسمان نه راکُوز شوے دے، يعنے اِبن آدم چه دَ آسمان نه دے.

۱۴لکه څنګه چه مُوسىٰ په بيابان کښے مار په لوړه خيژولے وو دغسے به اِبن آدم هم وخيژولے شى، ۱۵دَ پاره دَ دے چه هر څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى نو هغه به هم په هغۀ کښے دَ تل ژوند ومُومى. ۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.

۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“

عيسىٰ اَؤ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکے

۲۲پس دَ دے نه عيسىٰ سره دَ مُريدانو يهوديه ته راغے اَؤ دَ هغوئ سره هلته ايسار شو اَؤ بپتسمه ئے ورکړه. ۲۳يحيىٰ هم په عينون کښے بپتسمه ورکوله، کُوم چه شاليم ته نزدے دے، ځکه چه په هغه ځائے کښے اوبۀ ډيرے وے اَؤ خلق په مخه بپتسمے ته راتلل. ۲۴دا دَ يحيىٰ دَ قيديدو نه وړاندے وُو.

۲۵دَ يحيىٰ دَ ځنے مُريدانو دَ يهوديانو سره دَ پاکيدو په حقله جګړه اُوچته شوه. ۲۶نو هغوئ يحيىٰ ته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل ”اُستاذه! ستا سره دَ اُردن په پورے غاړه يو سړے وو دَ چا په حقله چه تا ګواهى کړے وه، هغه هم بپتسمه ورکوى اَؤ خلق ورته راټوليږى.“

۲۷يحيىٰ جواب ورکړو چه ”سړے تش هغه څۀ اخستے شى څۀ چه دَ آسمان نه ورکړے کيږى. ۲۸تاسو په خپله په دے ګواهى ورکولے شئ چه ما وئيلى وُو چه زه مسيح نۀ يم، زَۀ خو دَ هغه دَ وړاندے را استولے شوے يم. ۲۹ناوے دَ وادۀ دَ زلمى وى اَؤ دَ وادۀ دَ زلمى دوست څوک چه ولاړ وى اَؤ دَ هغۀ خبرے آؤرى، هغه دَ وادۀ دَ زلمى په آواز آؤريدو دَ خوشحالئ نه په جامو کښے نۀ ځائيږى. دا خوشحالى اوس زما پُوره شوه. ۳۰په کار دى چه هغه لوئے شى اَؤ زَۀ ورکوټے.

څوک چه له آسمان نه راځى

۳۱څوک چه له پاس نه راځى هغه دَ هر چا نه پاس وى اَؤ څوک چه دَ مزکے پيدا دے هغه دَ مزکے دے اَؤ خبرے هم دَ مزکے کوى. څوک چه دَ آسمان نه راځى هغه په ټولو پاس دے. ۳۲هغۀ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وى دَ هغه ګواهى کوى، خو هيڅوک هم دَ هغۀ ګواهى نۀ قبلوى. ۳۳چا چه دَ هغۀ ګواهى قبُوله کړله نو هغۀ دَ دے خبرے اِقرار وکړو چه خُدائے رښتينے دے. ۳۴ځکه چه څوک چه خُدائے را استولے وى هغه دَ خُدائے خبرے کوى، ولے چه هغه رُوحُ القُدس بے اندازے ورکوى. ۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“