۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

نولسم باب

۱ بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو. ۲ او سپاهيانو د ازغو تاج جوړ کړو او هغۀ ته يې په سر کړو او هغۀ ته يې کاسنى چُوغه ورواغوسته. ۳ هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله. ۴ يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ ۵ نو عيسىٰ بهر راغلو د ازغو تاج يې په سر وو او کاسنى چُوغه يې اغوستې وه. پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”وګورئ، دا هغه سړے دے.“ ۶ کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ ۷ يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“ ۸ کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو هغه نور زيات يرې واخستلو. ۹ هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۰ نو پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما سره خبرې نۀ کوې څۀ؟ تا ته دا معلومه نۀ ده چې ما سره دا اختيار شته چې تا آزاد کړم او دا اختيار هم راسره شته چې تا په سولۍ کړم؟“ ۱۱ عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“ ۱۲ د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“ ۱۳ کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى. ۱۴ د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“ ۱۵ هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“ ۱۶ بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۱۷ او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى. ۱۸ هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو. ۱۹ پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“ ۲۰ ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه. ۲۱ بيا د يهوديانو مشرانو اِمامانو پيلاطوس ته ووئيل، ”دا مۀ ليکئ چې د يهوديانو بادشاه، بلکې داسې وليکئ چې، دۀ وئيلى وُو چې زۀ په خپله د يهوديانو بادشاه يم.“ ۲۲ پيلاطوس جواب ورکړو، ”نه، د کومو ليکلو چې ما حکم ورکړے دے هغه ټيک دے.“ ۲۳ کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه. ۲۴ نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل. ۲۵ خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې. ۲۶ کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“ ۲۷ هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.

د حضرت عيسىٰ مرګ

۲۸ د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه. ۲۹ هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو. ۳۰ کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.

د حضرت عيسىٰ پوښتۍ په نېزه وهل

۳۱ اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى. ۳۲ نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو. ۳۳ خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې. ۳۴ خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې. ۳۵ هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ. ۳۶ دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ ۳۷ او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“

د حضرت عيسىٰ ښخېدل

۳۸ د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو. ۳۹ د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل. ۴۰ هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو. ۴۱ په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو. ۴۲ ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.