۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

اتلسم باب

د حضرت عيسىٰ ګرفتارول

۱د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل. ۲نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو. ۳نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل. ۴عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“ ۵هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو. ۶کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل. ۷عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“ ۸عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“ ۹دا د هغۀ د هغه خبرو پوره کول وُو چې هغۀ فرمائيلى وُو، ”چې ما د هغوئ نه يو کس هم نۀ دے ضائع کړے څوک چې تا ما ته حواله کړى دى.“ ۱۰نو شمعون پطروس خپله تُوره راويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او ښے غوږ يې ترې نه پرې کړو. د غلام نوم ملخوس وو. ۱۱عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“

د حضرت عيسىٰ د مشر اِمام په مخکښې پېش کول

۱۲نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو. ۱۳هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو. ۱۴کائفس هغه سړے وو چا چې يهوديانو ته دا مشوره ورکړې وه چې دا بهتره ده چې يو سړے د ټول قوم دپاره مړ شى.

د حضرت عيسىٰ نه د پطروس اِنکار

۱۵شمعون پطروس او يو بل مريد په عيسىٰ پسې وروستو روان وُو او د هغه بل مريد د مشر اِمام سره تعلق وو نو ځکه هغه د عيسىٰ سره د مشر اِمام دربار ته ورننوتو. ۱۶خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو. ۱۷ښځې پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم د دې سړى مريد نۀ يې څۀ؟“ پطروس ووئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“ ۱۸نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.

د مشر اِمام د حضرت عيسىٰ نه تحقيقات کول

۱۹بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو. ۲۰عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى. ۲۱نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“ ۲۲کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“ ۲۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ بد مې وئيلى وى نو په ما يې ثابته کړه، خو کۀ مې ټيک خبره کړې وى نو څپېړه دې ولې راکړه؟“ ۲۴بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.

د پطروس د حضرت عيسىٰ نه بيا اِنکار

۲۵په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“ ۲۶د مشر اِمام يو غلام چې د هغه سړى خپلوان وو د چا نه چې پطروس غوږ پرې کړے وو ورنه تپوس وکړو، ”ما تۀ د هغۀ سره په باغ کښې نۀ وې ليدلے څۀ؟“ ۲۷پطروس بيا اِنکارى شو او چرګ په هم هغه وخت کښې بانګ ووئيلو.

د پيلاطوس په وړاندې د حضرت عيسىٰ پېش کېدل

۲۸بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى. ۲۹نو پيلاطوس ورته بهر راووتو او تپوس يې ترې وکړو، ”تاسو د دې سړى خلاف څۀ اِلزام لګوئ؟“ ۳۰هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ دا سړے چرې مجرم نۀ وے نو مونږ به تا له نۀ راوستو.“ ۳۱پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“ ۳۲او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى. ۳۳نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ ۳۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا تپوس تۀ په خپله ما نه کوې، يا کۀ بل چا درته زما په حقله وئيلى دى؟“ ۳۵پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“ ۳۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“ ۳۷پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“ ۳۸پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“

په حضرت عيسىٰ د مرګ فتوىٰ

دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو. ۳۹خو ستاسو دا رِواج دے چې زۀ يو قېدى د فسح اختر په ورځ ستاسو دپاره آزادوم. ستاسو دا خوښه ده چې زۀ د يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“ ۴۰خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.