۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

دولسم باب

حضرت عيسىٰ په بيتِ‌عنياه کښې په تېلو مسىح کړے شو

۱د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِ‌عنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو. ۲هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو. ۳بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو. ۴خو په دې يهوداه اِسکريوتى، چې د عيسىٰ يو مريد وو چې لږ وروستو د هغۀ مُخبر کېدونکے وو، ووئيل چې، ۵”دا عطر په درې سوه ديناره ولې خرڅ نۀ کړے شو چې پېسې يې خوار غريب له ورکړے شوے وے؟“ ۶هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې. ۷عيسىٰ وفرمائيل چې، ”هغه خپلې خوښې ته پرېږدئ. هغې دا عطر واخستل چې زما د ښخولو د ورځې دپاره يې وساتى. ۸ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.“

د لعزر خلاف سازش

۹کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو. ۱۰نو مشرانو اِمامانو دا منصوبه جوړه کړه چې لعزر هم مړ کړئ، ۱۱ځکه چې د هغۀ په وجه ډېر يهوديان عيسىٰ له ورتلل او په هغۀ يې ايمان راوړو.

د حضرت عيسىٰ په يروشلم کښې استقبال

۱۲په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے، ۱۳نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“ ۱۴او عيسىٰ يو کوچاڼے وموندلو او په هغې سور شو، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى، ۱۵”اے د صيون لورې. مۀ يرېږه. وګوره، ستا بادشاه په کوچاڼى سور راروان دے.“ ۱۶هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول. ۱۷نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله. ۱۸هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده. ۱۹بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“

ځينو يونانيانو غوښتل چې حضرت عيسىٰ سره مِلاو شى

۲۰يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو. ۲۱هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِ‌صيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“ ۲۲فيليپوس لاړو او اندرياس ته يې ووئيل، بيا هغوئ دواړه لاړل او عيسىٰ يې خبر کړو. ۲۳عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى. ۲۴زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى. ۲۵هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى. ۲۶کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.

حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله خبرې کوى

۲۷اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم. ۲۸اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“ ۲۹کومه ګڼه چې هلته ولاړه وه هغوئ دا واورېدل او وئ وئيل چې دا د تندر آواز وو خو نورو ووئيل چې، ”فرښتې هغۀ سره خبرې وکړې.“ ۳۰عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا آواز زما د ګټې دپاره نه، خو ستاسو دپاره وو. ۳۱اوس د دې دُنيا د عدالت وخت دے او د دې دُنيا سردار يعنې شېطان به اوس بهر وويستلے شى. ۳۲او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“ ۳۳عيسىٰ دې خبرې ته اِشاره وکړه چې هغه به په کوم مرګ مرى. ۳۴ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“ ۳۵عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے. ۳۶ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“

د يهوديانو بې‌ايمانى

د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو. ۳۷اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو ۳۸چې د يشعياه نبى دا خبره پوره شى چې فرمائيلى يې وُو، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟“ ۳۹په دې وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو، ولې چې يشعياه نبى دا هم وفرمائيل چې، ۴۰”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“ ۴۱يشعياه دا خبرې ځکه وکړې چې هغۀ د عيسىٰ لوئى وليده او د هغۀ په حق کښې يې خبرې کولې. ۴۲خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى. ۴۳ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.

د حضرت عيسىٰ کلام

۴۴نو عيسىٰ په اوچت آواز وفرمائيل، ”کۀ څوک په ما ايمان راوړى نو هغه نۀ يواځې دا چې په ما ايمان راوړى بلکې په هغه چا هم چې زۀ يې رالېږلے يم. ۴۵او څوک چې ما وينى هغه، هغه څوک وينى چې زۀ يې رالېږلے يم. ۴۶زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى. ۴۷زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم. ۴۸خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى. ۴۹زۀ په خپل اختيار خبرې نۀ کوم خو پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چې څۀ ووايم او څنګه يې ووايم. ۵۰او زۀ خبر يم چې د هغۀ حُکم د تل عُمرى ژوندون ورکوى، نو ځکه څۀ چې پلار ما ته فرمائيلى دى، هم هغه څۀ زۀ وايم.“