۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

يوولسم باب

د لعزر مرګ

۱ نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو. ۲ دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې. ۳ نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“ ۴ خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“ ۵ اګر چې عيسىٰ د مرتا، او د هغې خور او لعزر سره مينه کوله، ۶ خو چې هغۀ د لعزر د بيمارۍ واورېدل نو هغه دوه ورځې نور هم په هغه ځائ کښې ايسار شو. ۷ بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“ ۸ مريدانو ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، څۀ لږ وخت مخکښې يهوديانو ستا سنګسارول غوښتل، او تۀ بيا هلته ځې څۀ؟“ ۹ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى. ۱۰ خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“ ۱۱ د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“ ۱۲ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ چرې هغه اودۀ وى نو هغه به روغ شى.“ ۱۳ عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى. ۱۴ بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے، ۱۵ نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“ ۱۶ بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“

د لعزر بيا ژوندى کېدل

۱۷ کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے. ۱۸ بيتِ‌عنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه ۱۹ او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو. ۲۰ کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه. ۲۱ مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. ۲۲ خو زۀ اوس هم پوهېږم چې کۀ تۀ د خُدائ پاک نه هر څۀ وغواړې نو خُدائ پاک به يې درکړى.“ ۲۳ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ورور به بيا راژوندے شى.“ ۲۴ مرتا هغۀ ته ووئيل، ”خو ما ته پته ده چې د قيامت په ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ ۲۵ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، ۲۶ او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“ ۲۷ هغې هغۀ ته ووئيل، ”آو، مالِکه، زما په دې ايمان دے چې تۀ مسيح يې، د خُدائ پاک زوئ، څوک چې دُنيا ته راتلونکے دے.“ ۲۸ کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“ ۲۹ کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله. ۳۰ خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه. ۳۱ کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى. ۳۲ کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“ ۳۳ کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو. ۳۴ هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“ ۳۵ عيسىٰ په ژړا شو. ۳۶ يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“ ۳۷ خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“ ۳۸ عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه. ۳۹ عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“ ۴۰ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“ ۴۱ نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله. ۴۲ ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“ ۴۳ بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“ ۴۴ نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“

د حضرت عيسىٰ د مرګ سازش

۴۵ ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو. ۴۶ خو په هغوئ کښې ځينې فريسيانو له ورغلل او هغه څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې عيسىٰ کړى وُو. ۴۷ نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى. ۴۸ کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“ ۴۹ خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ، ۵۰ تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“ ۵۱ هغۀ دا د خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکې د هغه کال د مشر اِمام په حيثيت يې دا پېشګوئې وکړله چې عيسىٰ به د قوم دپاره قربان شى، ۵۲ او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى. ۵۳ نو د هم هغه ورځې نه پس هغوئ د هغۀ د مرګ منصوبه جوړه کړه. ۵۴ نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو. ۵۵ اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى. ۵۶ هغوئ عيسىٰ لټولو او کله چې هغوئ د خُدائ په کور کښې ودرېدل نو د يو بل نه يې تپوس کولو، ”څۀ مو خيال دے؟ ولې هغه به اختر له رانۀ شى څۀ؟“ ۵۷ په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.