مخکینۍ څپرکۍ

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

حضرت يرمياه

۱په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو. ۲د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو، ۳او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.

يرمياه په پېغمبرۍ منتخب کېدل

۴د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل، ۵”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“ ۶خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ ۷خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. ۸د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“ ۹نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو. ۱۰نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“

دوه روياګانې

۱۱نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“ ۱۲مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې ‎‎‎‎‎‎زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“ ۱۳د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“ ۱۴نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى، ۱۵نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى. ۱۶نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو. ۱۷نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم. ۱۸ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى. ۱۹هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

مخکینۍ څپرکۍ