د حضرت هوسيع نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

حضرت هوسيع او د هغۀ بې‌وفا ښځه

۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“ ۲نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې. ۳ما هغې ته ووئيل چې، ”تۀ به ډېره موده زما په کور کښې اوسېږې، او په دې دوران کښې به زنا نۀ کوې او هيچا سره به جنسى تعلق نۀ ساتې، ما سره هم نه.“ ۴او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى. ۵د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.