۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

پينځم باب

د حضرت آدم اولاد

۱دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو. ۲هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو. ۳کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو. ۴د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۵او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۶کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو، ۷هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول، ۸او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۹کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو، ۱۰او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۱او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۲کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو، ۱۳او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۴او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۵محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو، ۱۶او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۱۷او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۱۸چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو، ۱۹او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۲۰او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۲۱کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو. ۲۲د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۳د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو. ۲۴حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو. ۲۵کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو، ۲۶او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۲۷او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۲۸کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو، ۲۹لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو. ۳۰لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول ۳۱او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. ۳۲د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166