۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

يو کم پنځوسم باب

د حضرت يعقوب د خپلو زامنو سره آخرى ملاقات

۱ يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى. ۲ راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.

۳ روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې. ۴ تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.

۵ شمعون او ليوى په بدو کښې وروڼه دى. بدعملۍ کولو دپاره د خپلو تُورو نه کار اخلى. ۶ د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل. ۷ لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.

۸ يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى. ۹ يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى. ۱۰ يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى. ۱۱ هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى. ۱۲ د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى، د هغۀ غاښونه د پيو نه سپين دى.

۱۳ زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.

۱۴ يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى. ۱۵ خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.

۱۶ دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى. ۱۷ دان به د سړک د غاړې مار وى، د لارې يو خطرناک مار، چې هغه آس په پونده وچيچى، نو چې سور کس ترې په شا پرېوځى.

۱۸ اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم. ۱۹ د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.

۲۰ د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.

۲۱ نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.

۲۲ يوسف يوه مېوه داره څانګه ده، په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى. ۲۳ د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى. ۲۴ خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے. ۲۵ هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو، ۲۶ ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.

۲۷ بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“ ۲۸ دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.

د حضرت يعقوب مرګ او ښخېدل

۲۹‏-۳۰ نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو. ۳۱ دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق او د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، او دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده. ۳۲ هغه پټے او هغه غار د حِتيانو نه اخستے شوے وو. ما هم هلته ښخ کړئ.“ ۳۳ چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.