۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

اتۀ څلوېښتم باب

د حضرت يعقوب د اِفرائيم او منسى دپاره د خُدائ پاک نه برکت غوښتل

۱ څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو. ۲ چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو. ۳ يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو. ۴ هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“ ۵ نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى. ۶ خو کۀ ستا نور زامن پېدا کيږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم او د منسى نه ميراث اخلى. ۷ زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نوم مشهور دے. ۸ چې کله يعقوب د يوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“ ۹ نو يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”دا زما زامن دى، کوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقوب وفرمائيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ دپاره برکت وغواړم.“ ۱۰ د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل. ۱۱ يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“ ۱۲ بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو. ۱۳ يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل. ۱۴ نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو. ۱۵ بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده. ۱۶ هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“ ۱۷ چې کله يوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښے لاس د اِفرائيم په سر اېښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اوچت کړو او د اِفرائيم د سر نه يې د منسى سر له يوړو. ۱۸ او يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”داسې نه، زما پلاره، دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“ ۱۹ د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“ ۲۰ نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو. ۲۱ بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى. ۲۲ د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“