۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

پينځۀ څلوېښتم باب

د حضرت يوسف په وروڼو ځان پېژندل

۱بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو. ۲هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو. ۳يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے. ۴بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو. ۵اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم. ۶دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى. ۷خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ. ۸نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم. ۹اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه. ۱۰تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى. ۱۱کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى. ۱۲او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم. ۱۳زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“ ۱۴هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو. ۱۵بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې. ۱۶چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول. ۱۷فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى. ۱۸هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى. ۱۹هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى. ۲۰د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“ ۲۱د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو. ۲۲هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې. ۲۳هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانونو بار لس خرې او لس د غلې بار خرې، روټۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورولېږلو. ۲۴هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“ ۲۵دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل. ۲۶هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو. ۲۷خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله. ۲۸هغۀ وفرمائيل، ”زما زوئ يوسف ژوندے دے. بس هم دغه مې غوښتل. زۀ ورځم چې د خپل مرګ نه مخکښې يې ووينم.“


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166