۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

څلور څلوېښتم باب

د سپينو زرو جام ورکېدل

۱ يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ. ۲ زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو. ۳ بل سحر وختى، د هغۀ وروڼه د خپلو خرونو سره په خپله مخه لاړل. ۴ چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟ ۵ تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“ ۶ چې کله خِدمتګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې. ۷ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے. ۸ تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟ ۹ صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“ ۱۰ هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“ ۱۱ نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه. ۱۲ د يوسف خِدمتګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول او جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو. ۱۳ د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول. ۱۴ چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل، ۱۵ او يوسف ورته وفرمائيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزونه معلوموى؟“ ۱۶ يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“ ۱۷ يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“

د يهوداه د بنيامين دپاره مِنت زارى کول

۱۸ يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې. ۱۹ نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟ ۲۰ نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى. ۲۱ صاحِبه، تا مونږ ته وفرمائيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې، ۲۲ او مونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جدا کېدے، کۀ هغه جدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى. ۲۳ بيا تا وفرمائيل چې کۀ تاسو سره خپل کشرے ورور نۀ وى راغلے نو تاسو زما په دربار کښې نۀ شئ حاضرېدے. ۲۴ کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې. ۲۵ هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ. ۲۶ مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى. ۲۷ زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى. ۲۸ هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے. ۲۹ کۀ تاسو اوس دے هم زما نه بوځئ او په هغۀ څۀ وشى نو تاسو چې په کوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به غمژن قبر ته ولېږئ.“ ۳۰‏-۳۱ يهوداه خبرې کولې، ”او اوس صاحِبه، کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار له لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى او هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے او چې مونږ يې په کوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى. ۳۲ بله خبره دا ده چې، ما خپل پلار له خپل ځان په ضمانت کښې ورکړے دے. ما هغۀ ته وئيلى دى چې کۀ دا هلک مې واپس هغۀ له رانۀ وستلو، نو زۀ به همېشه دپاره هغۀ ته ملامته يم. ۳۳ او اوس صاحِبه، د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غلام شم، دے پرېږده چې واپس د خپلو وروڼو سره لاړ شى. ۳۴ چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“