د هجرت کتاب

دریم فصل

خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې کوي

۱یوه ورځ حضرت موسیٰ د خپل خسر یعنې د مدیان کاهن یترون رمه څروله او حضرت موسیٰ د رمې سره د دښتې په لار د سینا مقدس غره ته راغی. ۲هلته هغه ته د یو سوزېدونکي بوټي څخه د څښتن فرښته ورښکاره شوه. حضرت موسیٰ ولیدل چې بوټي اور اخیستی ؤ، مګر نه سوزېده. ۳هغه د ځان سره وویل: <دا عجیبه خبره ده! زه ځم وګورم چې دا بوټی ولې نه سوزي.>

۴کله چې څښتن ولیدل چې حضرت موسیٰ بوټي ته ورنژدې کیږي، هغه غږ ورته وکړ: <ای موسیٰ، ای موسیٰ!>

حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <زه حاضر یم.>

۵خدای پاک ورته وفرمایل: <نژدې مه راځه، خپلې څپلۍ وباسه. په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې هغه ځمکه مقدسه ده. ۶زه ستا د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.> حضرت موسیٰ خپل مخ پټ کړ ځکه چې هغه وېرېده چې خدای پاک ته وګوري.

۷څښتن وفرمایل: <ما ولیدل چې زما د قوم سره په مصر کې څومره ظالمانه رویه کیږي. ما اورېدلي چې هغوی ماته زارۍ کوي چې د خپلو مسئولانو څخه خلاص شي. زه د هغوی د ټولو تکلیفونو څخه خبر یم. ۸نو زه راښکته شوی یم چې هغوی د مصریانو څخه وژغورم. زه به خپل قوم له مصر څخه داسې هېواد ته بوځم چې پراخ وي او ښه حاصلخېزه ځمکه په کې وي. زه به هغوی ته هغه ځمکه ورکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي. ۹زما قوم ماته د مرستې دپاره زارۍ کولې او ما لیدلي دي چې مصریان په هغوی باندې څومره ظلم کوي. ۱۰اوس فرعون ته ورشه! زه تا هلته لېږم ترڅو زما قوم یعنې اسراییلیان له هغې خاورې څخه راوباسې.>

۱۱مګر حضرت موسیٰ خدای پاک ته وفرمایل: <زه څوک یم چې فرعون ته ورشم او اسراییلیان له مصر څخه وباسم؟>

۱۲خدای پاک په ځواب کې وفرمایل: <زه به ستا سره مل یم. او دا به تاته یوه نښه وي چې دا زه یم چې ته مې ولېږلې: کله چې ته قوم له مصر څخه راوباسې، تاسو به په دې غره باندې د خدای عبادت وکړئ.>

۱۳حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <کله چې زه اسراییلیانو ته ورشم او هغوی ته ووایم چې زه ستاسو د نیکونو خدای رالېږلی یم، هغوی به زما څخه ستا د نوم پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته څه ځواب ورکړم؟>

۱۴‏-۱۵خدای پاک حضرت موسیٰ ته په ځواب کې وفرمایل: <زه هغه څوک یم چې یم. هغوی ته ووایه چې هغه چا زه رالېږلی یم چې خپل ځان ته وایي چې <زه یم>. اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای رالېږلی یم او دا به تر ابده پورې زما نوم وي او راتلونکي نسلونه به هم په دې نوم ما یادوي. ۱۶لاړ شه او د اسراییلو مشران سره راغونډ کړه او ورته ووایه چې څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای ماته راښکاره شو. هغوی ته ووایه چې زه تاسو ته راغلی یم او لیدلي مې دي چې مصریان ستاسو سره څومره بد چلند کوي. ۱۷زه دا وعده کوم چې تاسو به د مصر له تکلیفونو څخه خلاص کړم. او زه به تاسو ته غني او حاصلخېزه ځمکه درکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.

۱۸د اسراییلو مشران به ستا خبرو ته غوږ کېږدي. بیا هغوی د مصر پادشاه ته وروله او ورته ووایئ: د عبرانیانو څښتن خدای مونږ ته راښکاره شوی دی. مونږ پرېږده چې په دښته کې درې ورځې سفر وکړو چې هغه ته قرباني وړاندې کړو. ۱۹زه پوهېږم چې د مصر پادشاه به تاسو پرېنږدي چې لاړ شئ که چېرې هغه مجبور نه شي. ۲۰نو زه به د خپل قدرت څخه کار واخلم او مصریانو ته به په هر ډول معجزو باندې سزا ورکړم. له هغې وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې لاړ شئ.

۲۱زه به مصریان دې ته مجبور کړم چې ستاسو عزت وکړي، نو کله چې زما قوم ځي هغوی به خالي لاس نه ځي. ۲۲هره اسراییلۍ ښځه به خپلې مصرۍ ګاونډۍ یا بلې مصرۍ ښځې ته چې د هغې په کور کې اوسیږي ورشي او د هغې څخه به د سرو او سپینو زرو زېورات او کالي واخلي او خپلو لورګانو او زامنو ته به یې واغوندي. کله چې د مصر څخه وزئ نو د مصریانو شتمني به د ځان سره یوسئ.>