د هجرت کتاب

دوهم فصل

د حضرت موسیٰ زېږېدنه

۱په همدې وخت کې یو سړي چې د لاوي د قبیلې څخه ؤ د خپلې قبیلې د یوې ښځې سره واده وکړ. ۲هغه ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. کله چې هغې ولیدل چې ماشوم یې ښکلی دی نو هغه یې د دریو میاشتو دپاره پټ وساته. ۳کله چې هغې نور نه شو کولی چې هغه ماشوم پټ وساتي، نو د لوخو څخه یې یوه ټوکرۍ جوړه کړه او د قیرو پوښ یې ورته ورکړ. هغې ماشوم په ټوکرۍ کې واچاوه او د نیل د سیند په غاړه یې د لوخو په منځ کې لاهو کړ. ۴د ماشوم خور لږه لېرې ودرېدله چې وګوري په ماشوم باندې څه کیږي.

۵په دې وخت کې د فرعون لور د لمبلو دپاره سیند ته راغله او د هغې وینځې د سیند په غاړه ګرځېدلې. په دې وخت کې هغې د لوخو په منځ کې هغه ټوکرۍ ولیدله او یوه ښځه یې ورولېږله چې هغه له اوبو څخه راوباسي. ۶کله چې د فرعون لور ټوکرۍ پرانیستله هغې ماشوم ولید او ورباندې خفه شوه ځکه چې هغه ژړل. هغې وویل: <دا یو عبرانی ماشوم دی.>

۷یوناڅاپه د ماشوم خور راغله او پوښتنه یې وکړه: <آیا ته غواړې چې زه لاړه شم او دغه ماشوم ته یوه عبرانۍ ښځه راولم چې تي ورکړي؟>

۸د فرعون لور په ځواب کې وویل: <هو، لاړه شه.> نو نجلۍ لاړه او د ماشوم خپله مور یې راوستله. ۹د فرعون لور هغې ښځې ته وویل: <دا ماشوم واخله او زما دپاره شیدې ورکوه او پالنه یې کوه. زه به تاته پیسې درکوم.> هغې ماشوم یووړ او د هغه پالنه یې کوله. ۱۰کله چې دا ماشوم لوی شو، نو هغه یې د فرعون لور ته یووړ او هغې لکه د خپل زوی په شان وساته. هغې په دې ماشوم باندې د موسیٰ نوم کېښود، ځکه چې هغې د ځان سره وویل: <ما هغه له اوبو څخه راوویست.>

حضرت موسیٰ مدیان ته تښتي

۱۱کله چې حضرت موسیٰ لوی شو، هغه د خپل قوم سره د لیدنې کتنې دپاره لاړ. هغه ولیدل چې د هغه قوم څومره سخت کار کاوه. هغه یو مصری ولید چې یو عبرانی ورور یې واهه. ۱۲حضرت موسیٰ یو خوا بل خوا وکتل کله چې پوه شو څوک یې نه ویني، نو هغه مصری یې وواژه او په شګه کې یې پټ کړ. ۱۳کله چې حضرت موسیٰ بله ورځ ووت، هغه دوه عبرانیان ولیدل چې یو د بل سره یې جګړه کوله. نو حضرت موسیٰ له هغه یو څخه چې ملامت ؤ پوښتنه وکړه: <ته ولې خپل عبرانی وطندار وهې؟>

۱۴هغه سړي په ځواب کې وویل: <ته چا زمونږ قاضي او حاکم ټاکلی یې؟ ته غواړې چې ما هم ووژنې لکه څنګه چې دې هغه مصری وواژه؟> حضرت موسیٰ د دې خبرې په اورېدلو ووېرېده او د ځان سره یې وویل: <خلک پوه شوي دي چې ما څه کړي دي.> ۱۵کله چې فرعون د حضرت موسیٰ د کار څخه خبر شو، هغه د حضرت موسیٰ د وژلو هڅه وکړه. مګر هغه د مدیان خاورې ته وتښتېده.

یوه ورځ حضرت موسیٰ د کوهي په غاړه ناست ؤ، ۱۶چې د مدیان کاهن یترون اووه لورګانې راغلې چې اوبه راوباسي او د خپلې رمې دپاره اخورونه ډک کړي. ۱۷مګر څو شپنو د یترون لورګانې وشړلې. بیا حضرت موسیٰ د هغوی سره د مرستې کولو دپاره ورغی او رمې ته یې اوبه ورکړې. ۱۸کله چې د یترون لورګانې خپل کور ته راستنې شوې، نو پلار یې پوښتنه ورڅخه وکړه: <تاسو نن دومره وختي ولې راغلئ؟>

۱۹هغوی په ځواب کې وویل: <یو مصري د شپنو څخه وژغورلو او زمونږ دپاره یې اوبه راوویستلې او رمې ته یې ورکړې.>

۲۰یترون پوښتنه وکړه: <هغه چېرته دی؟ تاسو ولې هغه هلته پرېښود؟ هغه ته بلنه ورکړئ چې زمونږ سره ډوډۍ وخوري.>

۲۱نو حضرت موسیٰ موافقه وکړه چې د یترون سره پاتې شي او هغه خپله لور صفوره حضرت موسیٰ ته په نکاح ورکړه. ۲۲کله چې د هغې زوی پیدا شو، حضرت موسیٰ وفرمایل: <زه به د هغه نوم جرشون کېږدم ځکه چې زه په دې خاوره کې بېګانه یم.>

۲۳وروسته له ډېرو کلونو د مصر پادشاه مړ شو. اسراییلیانو لا د غلامۍ له کبله فریادونه کول او د خدای پاک څخه یې مرسته غوښتله. ۲۴خدای پاک د دوی فریاد واورېده او هغه لوظ یې را په یاد کړ چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړی ؤ، ۲۵ځکه چې خدای پاک ولیدل چې د هغه په قوم باندې څه تېریږي. نو هغه ورباندې ډېر اندېښمن شو.