د غزلو کِتاب

درېم باب

۱ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،

د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،

خو هغه رانۀ غلونه.

۲خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل،

زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه،

د هغه چا پسې به په چوکونو

او سړکونو کښې وګرځېږمه

چا سره چې زۀ مينه کومه.

نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه

خو پېدا مې نۀ کړونه.

۳چوکيدارانو زۀ ودرولمه،

کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل.

ما د هغوئ نه تپوس وکړلو،

”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه

چا سره چې زۀ مينه کومه؟“

۴نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه

ما خپل جانان پېدا کړونه.

هغه مې راټينګ کړونه

او تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونه

او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه

هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور

په ګېډه شوې ومه.

۵اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه،

ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.

درېم سرود

محبوبه

۶چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه

هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟

چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه،

او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟

۷دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه،

چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان

په پرګله کښې راروان دينه،

د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.

۸هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه،

او په جنګ کښې هم ماهر دينه،

هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده،

او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د

حفاظت کولو جوګه هم دينه.

۹سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره

د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.

۱۰د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه،

او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه،

او د هغې بالښتونه کاسنى دينه.

هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.

۱۱اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه،

او سليمان بادشاه وګورئينه

هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه

کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه،

ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.