د غزلو کِتاب

دوېم باب

۱زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه،

او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.

محبوب

۲لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه،

زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.

محبوبه

۳لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې

زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه.

د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه،

او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.

۴هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه،

او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.

۵د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو،

او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه،

ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.

۶د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه،

او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.

۷اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ،

ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.

دوېم سرود

محبوبه

۸وګوره، چې جانان مې راروان دېنه،

هغه په غرونو راخېژينه، او په غونډو ټوپونه وهينه.

۹زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه،

وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه،

هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.

۱۰زما جانان ما ته ووئيل،

محبوب

”زما محبوبې، راپاڅه،

ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.

۱۱وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه.

۱۲په زمکه ګلونه راښکاره شونه،

د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه،

زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.

۱۳د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله،

او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله.

راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې،

راځه ما سره لاړه شه.

۱۴زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته

خپل ځان پټ کړے دېنه.

زۀ ستا مخ ليدل غواړمه،

او ستا آواز اورېدل غواړمه.

ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه،

او ستا مخ ښائسته دېنه.

۱۵لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه،

هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه،

ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“

محبوبه

۱۶جانان زما او زۀ د جانان يمه،

هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.

۱۷د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه،

چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه،

لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه

غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.