Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه،
او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.
۲ هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو،
او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،
۳ د بينجو په لس تاريزه ساز کښې،
او د رباب په سازونو کښې.
۴ ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم.
ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.
۵ اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى،
او ستا سوچونه څومره ژور دى.
۶ بېاحساسه خلق په دې نۀ پوهيږى،
او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.
۷ بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى،
او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى،
خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
۸ خو تۀ، اے مالِکه خُدايه،
اوچت يې تر ابده.
۹ په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى،
او ټول بدکاران به تالا والا شى،
۱۰ لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے.
په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.
۱۱ زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو،
زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې.
۱۲ صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى،
او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.
۱۳ هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى،
دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.
۱۴ تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى،
دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.
۱۵ نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے،
هغه زما د پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بېاِنصافى نشته.