0:00 / 0:00

زبور شريف

پينځۀ اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور

د برکت دپاره دعا

۱ اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو،

او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.

۲ تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې،

تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله.

۳ تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه،

تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.

۴ اے مالِکه خُدايه، اے زمونږه خلاصوونکيه،

مونږه په خپل ځائ کړه خپل خفګان زمونږ نه لرې کړه،

۵ تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟

تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟

۶ ولې تۀ‎‎‎‎‎‎ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ‎‎‎؟

چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.

۷ اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه،

مونږه له خپل خلاصون راکړه،

۸ زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم.

ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره.

خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.

۹ بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے،

نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.

۱۰ ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى،

سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.

۱۱ وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى،

صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى.

۱۲ بې‌شکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى،

او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى.

۱۳ صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى،

او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.