0:00 / 0:00

زبور شريف

څلور اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت ساز په انداز کښې، د قورح د زامنو يو زبور

۱ ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے،

اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،

۲ روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے،

د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم.

زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.

۳ چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے،

طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده،

ستا د قربان‌ګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى

اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،

۴ بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى،

دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.

۵ بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے،

چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،

۶ کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى،

دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى.

د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.

۷ د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى،

تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.

۸ اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره،

اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.

۹ زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته،

خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.

۱۰ ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده

په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه.

زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم

نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.

۱۱ خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے.

ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى،

هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى

د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.

۱۲ اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه،

بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.