Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،
ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے،
پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
۲ تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے
خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.
۳ زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم،
په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
۴ انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې،
نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
۵ تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے
تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.
۶ تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے،
تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.
۷ کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان،
او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.
۸ کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې،
يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.
۹ اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،
ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.