Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے،
د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.
۲ د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده،
او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.
۳ هلته هغۀ د اور غشى مات کړل،
ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.
۴ تۀ نُور او جلال لرې،
د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې.
۵ د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول.
يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.
۶ ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه،
آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.
۷ صرف ستا نه يرېدل په کار دى،
کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟
۸ کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه.
نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه
۹ اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې،
چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.
۱۰ ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى،
او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
۱۱ مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ،
هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى،
او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،
۱۲ هغه حاکمان عاجزان کوى،
او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.