Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه،
مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.
۲ هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى،
هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،
هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى،
دوئ ټول دې شکست وخورى او شرمنده دې شى.
۳ هغه څوک چې ما پورې خندا کوى،
هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.
۴ هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى،
هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى،
څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى،
همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.
۵ زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم،
اے خُدايه، ما له زر راشه،
اے زما مددګاره او خلاصوونکيه،
اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.