Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې.
د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم،
روح او زما ځان ستا تږے دے،
لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
۲ تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې،
او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
۳ ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده،
نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.
۴ ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم،
او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.
۵ ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک.
زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
۶ زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم،
ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.
۷ ځکه چې تۀ زما مددګار يې،
په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
۸ ما خپل ځان تا پورې تړلے دے،
ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
۹ څوک چې کوشش کوى زما د وژلو،
خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.
۱۰ په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو،
او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو.
۱۱ خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم،
او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے،
هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى،
ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.