0:00 / 0:00

زبور شريف

يو شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى

د حفاظت دپاره د خُدائ پاک نه دُعا

۱ اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره،

او زما دُعا ته غوږ ونيسه.

۲ د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم،

کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى.

اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

۳ ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې،

چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.

۴ زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم،

او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.

۵ تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى،

او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.

۶ بادشاه له د عمر ورځې ډيرې کړه،

د هغۀ عمر تر ډېرو نسلونو پورې زيات کړه.

۷ هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى،

هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.

۸ نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم،

چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.