0:00 / 0:00

زبور شريف

شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، چې ښۀ دے د تعليم دپاره د هغه وخت په مطابق چې داؤد د آرام‌نهرين سره او آرام‌ضوباه سره جنګ وکړو او يوآب راواپس شو او دولس زره ادوميان يې د مالګې په دره کښې ووژل او د هغه ساز سره به وغږولے شى چې ورته ”د ګواهۍ د لاله ګل“ وئيلے شى.

د خلاصون دپاره دُعا

۱ تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه.

مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.

۲ تا په زمکه زلزله راوستله او هغه وشلېدله،

ځکه چې ټوله خوځيږى چاؤدونه يې بند کړه.

۳ تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى،

مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.

۴ تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى،

چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.

۵ په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه،

چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.

۶ د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل،

”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم،

او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.

۷ جِلعاد او منسى دواړه زما دى.

اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.

۸ موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى.

او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه

او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“

۹ خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟

څوک به ما ادوم ته ورسوى؟

۱۰ اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟

تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.

۱۱ د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه،

ځکه چې د انسانانو مدد بې‌فائدې دے.

۱۲ د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى،

هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.