Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه،
په خپل قدرت سره دې زما بېګناهى ثابته کړه.
۲ دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه،
د خولې خبرې زما واوره.
۳ پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى،
او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
۴ خو بېشکه خُدائ زما مددګار دے،
او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.
۵ زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى،
او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.
۶ زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم،
ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.
۷ بېشکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم،
او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.