Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟
ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟
۲ ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده،
او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
۳ تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ،
تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ.
۴ تاسو دا خوښوئ چې په خپلو خبرو نور خلق تباه کړئ،
تاسو دروغژن يئ.
۵ خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى.
د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،
۶ صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى،
دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى،
۷ ”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو،
خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو،
او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“
۸ خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم،
زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم.
۹ تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم،
ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم.