Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ څنګه چې زه دغه سندره جوړومه د پاچا دپاره
راځي مې ذهن ته ښایسته او پارېدونکي الفاظ
د ښه لیکونکي د قلم په شان
ژبه زما شوله تیاره شعر ته
۲ ته د ټولو انسانانو نه ښایسته یې
ستا د خولې خبرې دي د مرغلرو په څېر
ځکه خدای تاته تل برکت درکړی
۳ ای جنګیالیه، توره وتړه د ملا څخه دې
ته دې خپل شان او دبدبه وښایه
۴ خپلې لویۍ سره دې سپور شه چې بری ومومې
د حقیقت او عاجزۍ او عدالت نه د دفاع دپاره!
پرېږده ځواکمن لاس دې چې وښایي ستا لوی کارونه!
۵ غشي د ستا دي تېره
ننوځي ستا د دښمنانو په زړه
نابود قومونه ستا ترپښو لاندې دي
۶ تاته چې خدای کوم پاچاهي درکړې
دوام به وکړي تر ابده پورې
او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې
د انصاف له مخې
۷ ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍ
په دې خاطر خدای، یعنې ستا خدای
ته یې ستا د نورو ملګرو نه زیات
مسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو
۸ ستا د کالیو نه خوشبوي راځي
د مر کنډ، عود او دالچینۍ د عطرو
رباب وهونکي خوشحال ساتي تا په داسې قصرو
چې سینګار شوي دي د فیل په غاښو
۹ ستا معززو ښځو کې دي د پاچاهانو لوڼې
دا ستا د تخت په ښي لاس
ده د اوفیر په سرو زرو خالصو
سینګار شوې ملکه ولاړه
۱۰ ای شاهزادګۍ ونیسه غوږ زما بیان ته په غور
ته دې خپل خلک او د پلار کور هېر کړه
۱۱ نو په ښایست به پاچا ستا شوقمن شي
هغه څښتن دی د ستا، نو اطاعت یې کوه
۱۲ تاته راوړي به سوغاتونه دا د صور خلک
ستا نه به غواړي پېرزوینه دولتمن خلک
۱۳ په ماڼۍ کې شاهزادګۍ څومره ښایسته ده!
چې کالي یې دي جوړ شوي د سرو زرو له تارونو
۱۴ پاچا ته بیایي هغه په رنګارنګ لباس کې
پېغلې نجونې سهېلۍ یې ورپسې دي
هغوی به هم هغه ته راولي
۱۵ هغوی به راشي په خوښۍ او خوشحالۍ سره
شي به داخلې د پاچا ماڼۍ ته
۱۶ ای زما پاچا ته به زامن ولرې
چې پاچاهان شي ستا نیکونو په څېر
ټولې نړۍ باندې هغوی به حاکمان کړې ته
۱۷ زه مشهور به کړم ستا نوم ټولو نسلونو کې
قومونه وایي ستا ثنا به تر ابده پورې