0:00 / 0:00

زبور شريف

څلورم زبور

د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د ماښام دُعا

۱ نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،

تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم.

زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.

۲ اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟

ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟

ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟

۳ په دې باندې خبر شئ

چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى،

زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.

۴ د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ،

چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.

۵ خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ

او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ.

۶ ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟

اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“

۷ تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې

د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى.

۸ زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم،

يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.