0:00 / 0:00

زبور شريف

دوېم زبور

د خُدائ پاک غوره شوے بادشاه

۱ قومونه ولې په قهر شول

او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟

۲ د دُنيا بادشاهان راپورته شول

او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف

او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.

۳ ”راځئ زنځيرونه به مات کړُو،

د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“

۴ مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى،

کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.

۵ نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى

او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.

۶ مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر،

ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“

۷ زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم،

”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.

۸ زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه،

زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.

۹ د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې،

هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“

۱۰ اے حکمرانانو هوښيار شئ،

اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.

۱۱ د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ،

او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.

۱۲ د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ،

نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ،

هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.