Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ ته ښکاره کړه ای څښتنه
چې زه یمه بېګناه
دې دپاره چې کومه سم کارونه
او په تا باندې توکل کومه بې له شکه
۲ کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایلو
زما د زړه او ذهن دواړو ازمېښت وکړه ته
۳ ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو کې ده
زه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې
۴ د دروغجنو خلکو ملګرتیا نه کوم
د منافقو هېڅ ملتیا نه کوم
۵ زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومه
او د بدکارانو سره نه کښېنمه
۶ خپل لاسونه زه وینځمه
چې دا وښایم بېګناه یم
قربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه
۷ په لوړ اواز وایم سندرې
او ادا کوم ستا شکر
بیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه
۸ ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دی
هغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی
۹ ګناهکارو سره مه تباه کوه ما
د قاتلو له تقدیره ته ساته ما
۱۰ هغه خلک چې جوړوي پلانونه تل د بدۍ
چې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي
۱۱ خو زه کړم سم کارونه
رحم وکړه ته په ما او نجات راکړه
۱۲ زه د ټولو خطرونو نه خوندي یم
په لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه