Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ دی څښتن زما شپونکی
زه هېڅ شي ته محتاج نه یم
۲ راکوي ارام سرسبزه څړځایو کې
هم مې بوځي اوبو ارامو لره
۳ هغه ماته راکوي تازه قوت
ما په سمه لاره بیایي
د خپل نېک نامه دپاره
۴ که د مرګ تیاره دره کې هم روان یم
له خطره به زه ونه کړمه وېره
ځکه ته راسره مل یې ای څښتنه
ستا کوتک او امسا دواړه به زما په تسلۍ کاندي ساتنه
۵ ته زما د دښمنانو په حضور کې
ته ماته غوړوې خپل دسترخوان
هرکلی زما کوې ته د درانه مېلمه په شان
ډکوې ته تر خولې پورې زما جام
۶ زه ډاډه یم چې ستا مینه او نېکي
به تر عمره راسره وي
ای څښتنه، ستا په کور کې به اوسېږم تل ترتله