Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ مالِک خُدائ دے شپون زما،
نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
۲ راکوى آرام په شين چمن کښې ما له،
بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.
۳ هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له،
په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
۴ کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم،
خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم،
ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
۵ تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له،
تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له،
تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
۶ بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره،
زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.