Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا
د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا
۲ له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاته
د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا
۳ کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې
کړي قبولې دې ستا ټولې سوځېدونکې قربانۍ
۴ کړي پوره دې هغه ستا د زړه ارمان
او د ستا ټول پلانونه دې کامیاب کړي
۵ بیا به چیغې د خوشحالۍ ستا په بریا کړو
د خپل خدای په نوم به جګ کړو بیرغونه
کړي څښتن دې ټول قبول ستا سوالونه
۶ اوس پوهېږم چې څښتن خپل غوره کړی پاچا ژغوري
کړي دعا به یې قبوله له خپل پاک ځایه اسمانه
ور به کړي په خپل قدرت هغه ته لویې کامیابۍ
۷ ځینې توکل کوي ګاډیو جنګي خپلو باندې
ځینې توکل کړي په اسونو باندې
زمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای
۸ داسې خلک به ښوییږي او رالویږي
خو مونږه به پاڅېږو ټینګ ودرېږو به
۹ ای څښتنه، ته پاچا ته بری ورکړه
د کومک دپاره زمونږه فریاد واوره