Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د مالِک خُدائ ثناء ووايئ.
د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ،
د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۲ د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
او د هغۀ د بېحده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۳ او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ،
د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۴ د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۵ د چمټو او تاليو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
د هغۀ ثناء صِفت د تاليو په شرنګار کښې وکړئ.
۶ هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى،
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.