Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟
ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟
۲ هغه څوک چې وى بېعېبه او ښۀ کارونه کوى،
او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.
۳ څوک چې نۀ کړى غېبتونه او په ګاونډى نۀ کوئ ظلمونه
او نۀ په خپلو دوستانو باندې بد وائى،
۴ چې منکرانو ته سپک ګورى
او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى،
کۀ هر څومره ورته سخته وى
خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
۵ د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران
او څوک چې د بېګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى.
نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.