د زبورونو کتاب

یوسلو څلوېښتم زبور

د بدکارانو څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ای څښتنه، ما ته نجات راکړه له بدکارانو څخه

له ظالمانو مې خوندي وساته

۲ جوړوي بدې دسیسې په خپلو زړونو کې دوی

جوړوي همېشه جنګ او دعوې

۳ د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبې

د دوی له خولې راوځي خبرې د زهرجن مار په شان

۴ ومې ساته ته ای څښتنه د بدکارانو له منګولو څخه

له ظالمانو مې خوندي وساته

ځکه پلانونه جوړوي زما د تباهۍ دپاره

۵ مغروره خلکو راته ایښی دی دام

دوی راته ایښی تیلک

او زما په لاره کې یې ایښي دي دامونه

چې راګېر مې کړي

۶ څښتن ته وایمه زه: ته زما خدای یې

زارۍ مې واوره رحم دپاره ای څښتنه

۷ ای زما څښتن تعالی، ای زما قوي ژغورونکیه

د جنګ میدان کې ته شوې سپر زما دپاره

۸ پوره نه کړې ارمانونه د بدکارو خلکو ای څښتنه

پرېنږدې چې کامیابې دسیسې شي د دوی

هسې نه چې مغروره شي دوی

۹ پرېنږدې چې کامیاب شي دښمنان زما

شي راګېر دې دوی په خپلو بدو خبرو کې

۱۰ سرې سکروټې دې راووري هغوی باندې

اور ته دې وغورځول شي هغوی

ودې غورځول شي ژورو کندو ته

او بیا دې هېڅکله راونه وځي

۱۱ هغه خلک دې کامیاب نه شي

چې په نورو په ناحقه لګوي تورونه

بدي دې راشي په ظالمو خلکو

او کړي برباد دې هغوی

۱۲ څښتنه، زه پوهېږم

چې ته کوې د غریبانو دفاع

او کوې انصاف د حاجتمندو سره

۱۳ نېکان به په رښتیا وایي ثنا ستا د نوم

او صادقان به ستا حضور کې کوي ژوند