Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د زبورونو کتاب
یوسلو اووه دېرشم زبور
د اسراییلیانو د جلاوطنۍ په اړه ویر
۱ مونږه په غاړه د سیندونو د بابل کښېناستو
مونږ هلته وژړل په یاد د صهیون
۲ مونږه کړل ځوړند ربابونه خپل
د سپېدار په څانګو
۳ هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلته
مونږ ته یې وویل چې سندرې وایئ
چې زمونږ وخت ښه تېر شي
مونږ ته ووایئ یوه سندره د صهیون په هکله
۴ څنګه کولای شو مونږ
چې ووایو د څښتن سندره
په پردي وطن کې؟
۵ ای اورشلیمه، که مې هېر کړلې ته
نو زما ښي لاس دې شي شل
چې بیا ونه وهم رباب
۶ که زه تا یاد نه کړمه اورشلیمه
که زه ونه کړم فکر ستا په هکله
چې ته یې لویه خوشحالي زما
نو ودې نښلي زما ژبه په تالو کې
چې بیا ونه وایم سندرې کله
۷ یاد کړه څښتنه، څه وکړل ادومیانو
په هغه ورځ چې اورشلیم تسخیر شو
یاد کړه چې څنګه دوی وهلې چیغې:
هغه وران کړئ، هغه وران کړئ
وران یې کړئ تر تهدابونو پورې
۸ ته به نابود شې ای بابله
بختور دي هغه خلک
چې تا سره وکړي هغه کار
چې تا کړی ؤ زمونږ سره
۹ بختور دي هغه خلک
چې ماشومان ستا نیسي
او وهي یې د ګټانو سره