د زبورونو کتاب

یوسلو دېرشم زبور

د بخښنې او رحم دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ د ډېرې زیاتې مایوسۍ نه

ای څښتنه کړم فریاد تا ته

۲ زما زارۍ واوره ای څښتنه

فریاد مې واوره د کومک په خاطر

۳ که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنه

نو ودرېدلی شي څوک ستا په مخکې؟

۴ خو ته بخښونکی یې

نو باید ووېرېږو ستا څخه

۵ زه څښتن ته انتظار کومه

زه په خپله انتظار کومه

او په کلام یې زه باور لرمه

۶ زه انتظار کوم څښتن دپاره

د دې نه زیات انتظار

چې پهره‌دار یې تر سهاره کوي

د دې نه زیات انتظار

چې پهره‌دار یې تر سهاره کوي

۷ ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ

ځکه چې مینه یې تلپاتې ده

او هغه راضي دی تل چې درکړي خلاصون

۸ هغه په خپله به خپل قوم اسراییل

له خپلو ټولو ګناهونو خلاص کړي