Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،
۲ مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.
۳ اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے،
اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟
۴ خو تا سره د معافۍ امکان شته دے،
نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.
۵ زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى،
او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.
۶ زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى،
د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
۷ اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ،
د مالِک خُدائ مينه ابدى ده
او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
۸ او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه
د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.