Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله
چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“
۲ اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.
۳ يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے،
چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.
۴ چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى،
د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى،
چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى،
د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.
۵ هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى،
د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.
۶ د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه،
”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.
۷ او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى،
او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“
۸ زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم،
”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.
۹ او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم،
او زۀ به ستا خير خواه يم.