Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما
څنګه تاسو ماته دا ویلی شئ:
«والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته
۲ بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي
هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي
چې د تیارې نه پرې نېکان وولي
۳ که ویجاړ شي بنیادونه
څه به وکړي بیا نېکان؟»
۴ څښتن په خپل سپېڅلي کور کې دی
د هغه تخت پاس په اسمان کې دی
هغه ټول خلک څاري په هرځای کې
او پوهیږي چې دوی څه کوي
۵ اخلي امتحان د بدکارانو او نېکانو نه
کوي نفرت د هغه چا چې زورزیاتی خوښوي
۶ وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو
وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي
۷ څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه
د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه