Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى،
ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
۲ قومونه ولې وائى چې،
”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“
۳ زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے،
هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
۴ خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى،
چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
۵ د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى،
سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.
۶ د هغوئ غوږونه شته خو پرې اورېدلے نۀ شى،
پوزې يې هم شته خو پرې بويولے نۀ شى.
۷ د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى،
د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى،
خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.
۸ چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى،
او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.
۹ اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،
هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.
۱۰ اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،
هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.
۱۱ اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،
هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.
۱۲ مالِک خُدائ ته مونږ ياد يُو او برکت به راکړى،
هغه به د بنى اِسرائيلو خاندان له برکت ورکړى،
هغه به د هارون خاندان له برکت ورکړى.
۱۳ هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،
لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.
۱۴ مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى،
تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.
۱۵ مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى،
څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.
۱۶ اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى،
خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.
۱۷ مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى،
هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.
۱۸ خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو،
په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو،
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.