Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د زبورونو کتاب
یوسلو نهم زبور
په ستونزو باندې د اخته سړي شکایت
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ ای خدایه چې ستا ثنا وایمه
مه پاتې کېږه غلی
۲ بدکارانو او دروغجنو خلکو
خولې خلاصې کړې دي په ما پسې
هغوی دروغ وایي زما په هکله
۳ رانه چاپېر دي هغوی او راته کوي خبرې
له نفرتونو ډکې
او بېسببه کوي جنګ راسره
۴ زما د مینې په بدل کې لګوي په ما تورونه
خو زه دعا کومه هغوی دپاره
۵ د ښو بدل کې کوي بد راسره
او زما د مینې په بدل کې کوي کرکه رانه
۶ ته مقرر کړه کوم خراب سړی
چې محاکمه کاندي دښمن زما
او تهمت دې ووایي پرې تهمت ویونکی
۷ چې شي محکوم او ګناهکار ثابت شي
او دعاګانې یې حساب په ګناهونو کې شي
۸ چې یې لنډ شي عمر
بل څوک دې ونیسي مقام د هغه
۹ چې اولادونه یې یتیمان شي ورته
او شي یې ښځه کونډه
۱۰ چې اولادونه یې شي بېکوره او سوالګر شي ورته
د خپلو ورانو کنډوالو نه دې دوی وشړل شي
۱۱ قرض ورکوونکی دې واخلي ټول مال او جایداد هغه نه
څه یې چې ګټلي پردي خلک دې ورنه ټول لوټ کړي
۱۲ هېڅوک دې نه شي مهربانه په هغه باندې
نه دې د هغه په یتیمانو کوم څوک رحم وکړي
۱۳ نسل دې ختم شي ټول د هغه
راتلونکي نسل نه دې لېرې شي نامه د هغه
۱۴ څښتن دې هېڅکله هېر نه کړي ګناهونه د نیکونو د هغه
او ودې نه بخښي هېڅکله د هغه د مور ګناه
۱۵ تل دې څښتن ته ور په یاد وي ګناهونه د دوی
خو د ځمکې د مخ نه دې د هغه نوم او نښان ورک کړي
۱۶ ځکه هېڅکله یې په چا مهرباني ونه کړه
هغه ځورولي او وژلي غریبان او محتاجان
او زړه ماتي خلک
۱۷ د هغه دا خوښ وو چې لعنت ووایي نورو باندې
اوس دې لعنت راشي هغه باندې
د چا دپاره یې برکت نه غوښته
څوک دې په ده هم برکت نه وایي
۱۸ لعنت د ده دپاره ؤ داسې شی
لکه چې څوک هر وخت لباس اغوندي
د ده لعنت دې د ده خپل بدن ته ننوځي لکه اوبو په شان
او د هغه هډوکو ته دې ننوځي لکه د تېلو په شان
۱۹ هغه دې پټ په لعنتونو کې شي
لکه چې پټ وي په کالیو کې څوک
او کمربند په شان دې تاو وي د هغه نه مدام
۲۰ نو په دې ډول سزا ورکړه مدعیانو ته زما څښتنه
چې ما پسې څوک داسې بد وایي
۲۱ خو ته ای څښتن خدایه، ما سره مرسته وکړه
د خپل نامه په خاطر
ته مې وژغوره ځکه چې نېک یې
او راسره مینه دوامداره کوې
۲۲ ځکه غریب او حاجتمن یمه زه
او دننه زړه زما زخمي زخمي دی
۲۳ فناکېدونکی یمه زه لکه لمر د مازدیګر په شان
لکه ملخ په شان زه باد وړی یم
۲۴ زنګنونه مې ضعیف شول په روژو نیولو
څه ما کې نه دي پاتې صرف پوستکی او هډوکی یمه
۲۵ راپورې خاندي مدعیان زما کله چې وویني ما
د مسخرو نه خپل سرونه خوځوي هغوی
۲۶ ای څښتن خدایه راسره مرسته وکړه
د خپلې تلپاتې مینې په خاطر ما ته نجات راکړه
۲۷ ترڅو معلوم شي دوی ته چې دا ټول وو ستا کارونه
ای څښتن خدایه، همدا ته وې چې نجات دې راکړ
۲۸ هغوی دې ووایي لعنت راباندې، خو برکت راکړه ته
کله چې وکاندي حمله نو دوی دې وشرمیږي
خو وي دې خوشحاله خدمتګار دا ستا
۲۹ زما مدعیان دې په شرمونو پټ شي
هغوی دې پټ شي په لباس د شرم
۳۰ په لوړ اواز به د څښتن نه زه مننه کوم
د ټولو خلکو په حضور کې به ثنا د هغه وایمه زه
۳۱ ځکه ودریږي هغه د حاجتمندو ترڅنګ
او ساتي یې هغو خلکو نه
چې محکوموي هغوی په مرګ باندې