د زبورونو کتاب

یوسلو پنځم زبور

خدای او د هغه قوم

(لومړی تواریخ ۱۶‏:‌۸‌‏-‌۲۲)

۱ کوئ شکر د څښتن

او کوئ دعا د هغه په نوم

نورو قومونو ته دا ووایئ

څه چې کړي دي هغه

۲ ووایئ حمد هغه ته

ووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندره

هغه چې کړي عجیبه کارونه

کړئ یې بیان خلکو ته

۳ په پاک نوم د هغه وکړئ افتخار

وي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه

۴ وغواړئ کومک له څښتنه

تل یې وکړئ عبادت

۵‏-۶ ای اولادې د ابراهیم چې دی د خدای بنده

ای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتن

کړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړي هغه

هم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو

۷ دی څښتن زمونږه خدای

راولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای

۸ هغه ولاړ به تر ابده وي خپل لوظ باندې

زرو نسلونو پورې وي به وعدې د هغه

۹ هغه لوظ چې هغه وکړ ابراهیم سره

هغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره

۱۰ هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شان

او اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه

۱۱ هغه وویل: تاسو ته در به کړم وطن د کنعان

وي به هغه د ستاسو خپل ملکیت

۱۲ کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤ

وو پردي د کنعان خاوره کې دوی

۱۳ دوی سرګردانه ګرځېدل به یو او بل وطن کې

تلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی

۱۴ خو خدای پرېنښودل هېڅوک

چې په دوی ظلم وکړي

د دوی دپاره یې شاهان ورټل

۱۵ هغوی ته یې وویل:

لاس به نه وروړئ زما غوره شویو بنده‌ګانو ته

ضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته

۱۶ څښتن راوستله د دوی په خاوره قحطي

او د دوی نه یې واخیستلې وسیلې د خوړو

۱۷ یو کس یې ولېږه له دوی نه مخکې

یعنې یوسف چې شولو خرڅ لکه غلام په توګه

۱۸ وې تړلې ورته پښې په زنځیرونو باندې

ورته وایې چوله غاړه کې د اوسپنې کړۍ

۱۹ ترڅو چې شوله پېشګویي یې رښتیا

او عملونه یې ثابت کړل د څښتن کلام

۲۰ پاچا د مصر کړ ازاد هغه

یعنې خوشې یې کړ د قومونو پاچا

۲۱ هغه یې مشر کړ د خپل حکومت

خپل ټول ملکیت باندې حاکم یې کړلو

۲۲ چې د پاچا په مامورینو باندې واک ولري

او د پاچا سلاکارانو ته روزنه ورکړي

۲۳ نو بیا یعقوب لاړلو مصر ته

شو استوګن هغه د حام وطن کې لکه پردي په شان

۲۴ خپلو خلکو ته څښتن ډېر اولادونه ورکړل

او دوی یې قوي کړل په خپلو دښمنانو باندې

۲۵ مصریان یې جوړ کړل دې ته

چې کرکه وکړي هغوی د ده له قومه

او وکړي چلند په ټګۍ د څښتن خلکو سره

۲۶ بیا هغه ولېږه موسی خپل خادم

او هم هارون چې غوره کړی یې ؤ

۲۷ هغوی د خدای نښې ښکاره کړلې مصریانو ته

او معجزې د هغه یې وښودې د حام په ځمکه

۲۸ خدای نازله کړه تیاره هغه وطن باندې

نافرماني د خدای ونه کړله موسی او هارون

۲۹ د سیند اوبه یې ورته بدلې کړې په وینو باندې

او مړه یې کړل ټول کبان ورته

۳۰ ډک شو وطن یې چونګښانو باندې

په چونګښانو حتی ډکه شوه شاهي ماڼۍ هم

۳۱ د خدای په حکم ټول وطن باندې

راغی د میاشو او مچانو لښکر

۳۲ د باران په ځای نازله یې ږلۍ کړه

د دوی وطن باندې برېښنا او تندر وپړکېده

۳۳ ورته تباه یې کړل تاکونه، د انځرو ونې

او رانسکورې یې کړې ټولې ونې

۳۴ ملخان راغلل د هغه په حکم

چې وو بې‌شمېره هغوی

۳۵ د دې وطن شنه بوټي یې ټول وخوړل

او د دوی د ځمکو ټول حاصل یې وخوړ

۳۶ د مصریانو په وطن کې

مړه یې کړل ټول مشران زامن د هغوی

ورته ویجاړه یې کړه د نارینتوب لومړنۍ مېوه

۳۷ اسراییلیان بیا څښتن وویستل له مصر څخه

سره زر او سپین زر لېږدول هغوی د ځانه سره

ټول وو سالم او ځواکمن

۳۸ په وتلو د دوی شول خوشحاله مصریان

ځکه هغوی ډېر وېرېدلي وو ترې

۳۹ سیوري دپاره خدای خپره کړه ورېځ په خپلو خلکو

اور یې راولېږلو شپه کې د رڼا دپاره

۴۰ هغوی ترې سوال وکړ هغه ورکړل مړزان ورته

هغوی ته یې ورکړله ډوډۍ د اسمانه څخه

چې شي ماړه پرې هغوی

۴۱ هغه وچولو ګټ او ترې جاري شوې اوبه

وبهېدې د سیند په شان دښته کې

۴۲ ځکه رایاده یې کړه خپله پاکه وعده

هغه چې کړې وه څښتن له خدمتګار خپل ابراهیمه سره

۴۳ هغه راوویستل خپل خلک له خوشحالۍ سره

خپل غوره خلک د سندرو له ویلو سره

۴۴ هغوی ته وریې کړلې ځمکې د قومونو نورو

او دوی راټول کړلو حاصل چې ؤ کرلی نورو

۴۵ ترڅو حکمونه د څښتن ومني

او قوانین یې عملي کاندي
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!