Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د زبورونو کتاب
یوسلو دوهم زبور
د یو مظلوم سړي دعا
(د ژور خفګان په مهال د یو مظلوم سړي د څښتن په وړاندې دعا او شکایت)
۱ ای څښتنه کړه قبوله زما دعا
زما فریاد دې تا ته ورسیږي
۲ په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نه
ما ته غوږ ونیسه
کله چې تا ته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر
۳ فنا کیږي زما ژوند لکه په شان د لوګي
د سور انګار په څېر مې سوځي د بدن هډوکي
۴ زما زړه مات او مړاوی شوی د واښو په شان
رانه هېر دي چې ډوډۍ مې وخورم
۵ د زګېرویو له امله لوړ اواز باندې
صرف پوستکی او هډوکي مې بدن کې پاتې
۶ د صحرایي ګونګي په شان یمه زه
هغه ګونګی چې کنډوالو کې اوسي
۷ تښتېدلی مې دی خوب له سترګو
هغې مرغۍ په شان یم چې اوسي ځانله په بام
۸ دښمنان ټوله ورځ پېغور راکوي
هغوی چې ما باندې ملنډې وهي
لعنت ویلو کې نوم اخلي زما
۹-۱۰ ستا د قهر او غضب په سبب
خورمه ایرې زه د ډوډۍ په ځای
او د څښاک سره مې اوښکې شولې ګډې
زه دې اوچت کړمه او لېرې دې ګوزار کړمه زه
۱۱ تېریږي عمر مې په څېر د مازدیګر د لمر
او مړاوی کېږم د واښو په شان
۱۲ خو ای څښتنه په تخت ناست به یې ته تل ترتله
ستا یادونه به شي پاتې ټولو نسلونو پورې
۱۳ ته راپاڅېږې به او رحم په صهیون به وکړې
اوس د دې وخت دی مهربانه په هغه چې شې ته
رارسېدلی دی ټاکلی وخت
۱۴ د هغه تیږې دي هم ګرانې په بندګانو ستا
او د هغه په خاوره باندې هم کړي رحم
۱۵ ولسونه به وېریږي د څښتن له نومه
او د نړۍ ټول پاچاهان به یې وېریږي له جلاله څخه
۱۶ څښتن چې کله د صهیون ښار یوځل بیا جوړ کړي
نو خپل جلال به کړي ښکاره خلکو ته
۱۷ واوري زاري به د بېوزلو او د اړو خلکو
په سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته
۱۸ راتلونکي نسل ته دې ولیکل شي
چې څښتن څه کړي دي
ترڅو ووایي ثنا هغوی څښتن ته
چې لا تراوسه زېږېدلي نه دي
۱۹ څښتن وکتل له خپل سپېڅلي ځایه
پاس له اسمان څخه یې وکتل د ځمکې په لور
۲۰ ترڅو زګېروي د زندانیانو واوري
او خلاص کړي هغوی چې وو محکوم په مرګ
۲۱ نو له دې وجې به صهیون کې خلک یاد کاندي
نامه د څښتن
ثنا او صفت به یې اورشلیم کې وکړي
۲۲ چې شي راټول قومونه او د پاچاهیو خلک
ترڅو وکړي عبادت څښتن ته
۲۳ څښتن په نیمه لار کې واخیست زما ځواک راڅخه
او زما ورځې یې کړې لنډې
۲۴ نو ما وویل: ای زما خدایه
په ځوانۍ کې رانه مه اخله ژوند
تر ابده یې ژوندی ته ای څښتنه
۲۵ له ډېر پخوا څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکې
او اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې
۲۶ هغوی فنا به شي خو ته به پاتې شې
هغوی به ټول لکه لباس زاړه شي
ته به بدل کړې هغوی لکه چپنې په شان
او شي به فنا هغوی له سترګو څخه
۲۷ خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام
او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران
۲۸ اوسیږي امن کې به ستا د بندګانو اولاد
وي به قایمه او دایمه اولاده د دوی ستا تر نظر لاندې